Oct 24, 2021 17:17 Asia/Kabul
  • ‌د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير بهادر امينيان جزي او مل هيئت سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه ليدنه کې امينيان ویلي چې اقتصادي مشکلات دټولو مشترکه دښمن دے چې په ویناېې ډيرې ناخوالې زيږولی شي او ايران تيار دے چې په افغانستان کې د انرژي، مواسلات، معدن، تجارت او روغتیا په ‏برخو کې پانګونه وکړي.

له بل لوري دطالبانو د موقته حکومت دبهرنیو چار وزیر مولوی امیرخان متقي په یادو برخو کي دطالب مشرانو د چمتووالی خبره وکړه او هم یې له ایران څخه غوښتنه کړې چې په هغه هیواد کې د مهاجرينو ستونزو په حل کې هم بايد خاصه پاملرنه اوشي او په سرحد کې د تلونکو او راتلونکو مسافرو د آسانتیاو لپاره هم ګړندي ګامونه واخېستل شي.

دیوبل خبر له مخې په ارزګان کې پر (۹۰۰) جګړه ځپلو کورنیو د ژمنيو توکو د وېش لړۍ پیل شوه.

طالب چارواکي وايي چې د ارزګان ولایت په مرکز (ترینکوټ) او ولسوالیو کې له هغه (۹۰۰) کورنیو سره د ژمنيو  توکو مرسته وشوه، چې د تېرو جګړو له امله یې کورونه له منځ تللي ؤ.

له دې دوه اونۍ وړاندې دافغانستان په زابل ولایت کې له (۱۲۵) اړمنو کورنیو سره مرسته شوې وه .

 

 

ټیګونه