Oct 26, 2021 05:26 Asia/Kabul
  • طالبانو په کابل کښې د اروپايي اتحادیې د دفتر د بیا پرانیستل کیدو هرکلی وکړ

طالبانو افغانستان ته د سفارتي پلاوي د ستنولو او په کابل کښې یې د نمایندګۍ د دفتر د پرانستلو په لړ کښې د اروپايي اتحادیې د فیصلې هرکلی وکړ

د اروپايي اتحادیې ویاندوې ویلي چې دغه اتحادیه غواړي په کابل کښې خپله نمایندګي په راتلونکې یوې میاشتې کښې په محدوده توګه بیرته پرانزي.

میرمن نبیله مسرالي په عین حال کښې وویل چې دا کار، په رسمیت د افغانستان د اوسني حکومت د پيژندلو په معنا نه دی.

د اروپايي اتحادیې ویاندوې زیاته کړې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره دغه اتحادیه مجبوره ده چې له طالبانو سره تعامل ولري.

د طالبانو مرستیال ویاندوي احمد ا... وثیق د اروپايي اتحادیې دغه پریکړه یو مثبت ګام او افغانستان او دغې اتحادیې په ګټه کار وباله. هغه وویل: د ټولو دفترونو او د هغو د کسانو امنیت به تامین کړو.

د ویلو ده چې د افغانستان د تیر ولسمشر اشرف غني د حکومت له ړنګیدو او په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په کابل کښې د اروپايي اتحادیې سیاسي دفتر هم د نورو ډیرو بهرنیو ارګانونو او سفارتخانو په شان بند شوی و.

 

ټیګونه