Oct 26, 2021 05:33 Asia/Kabul
  • هیڅ هیواد ته د افغانستان په خاورې د تیري او مداخلې اجازه نه ورکوو

په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې دغه حکومت هیڅ کوم هیواد ته د افغانستان په خاوره باندې د تیري اجازه نه ورکوي

په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې دغه حکومت هیڅ کوم هیواد ته د افغانستان په خاوره باندې د تیري اجازه نه ورکوي

یعقوب محمد عمر پرون وویل: که هر کوم هیواد د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه وکړي یا پرې تیری وکړي نو طالبان به لاس تړلي پاتې نه شي بلکې په پوره توان او قدرت سره به يې ځواب ورکړي.

یعقوب محمد عمر زیاته کړه چې طالبان هم داشان هیڅ لوری نه پریږدي چې د افغانستان خاوره د ګاونډي هیوادونو خلاف وکاروي.

د ویلو ده چې طالبانو د روان کال د آګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کښې قدرت ترلاسه کړی دی.

 

ټیګونه