Oct 26, 2021 11:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ګاونډ هیوادونو دوهمه ناسته په تهران کې تر سره کیږي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي په تهران کې د مسکو په ګډون به د افغانستان د ګاونډ هیوادونو دوهمه غونډه تر سره شی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کې وویل: دغه غونډه به سبا د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی له لوري پرانیستل شي.

خطیب زاده زیاته کړه چي په دغه غونډه کې به د ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي خو د چین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیران په انلاین توګه دې غونډه کې برخه اخلي.

هغه وویل چی په تهران کې به د یو شمېر هیوادونو سفیران هم په دې غونډه کې حضور ولري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وېنا په دغه غونډه کې هڅه کیږي چي د سیمي هیوادونه د افغانستان به برابر یو ګډ دریځ ته ورسیږي او یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

همدارنګه ټاکل شوی چي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم دغي غونډي ته خپل پیغام وړاندې کړي.

خطیب زاده وایی چي په دغه غونډه کې د هیوادو د جګپورو چارواکو د ګډون په هاخوا د ملګرو ملتونو د سر منشي پیغام د دې معنا ورکوي چي ایران په سیمه کې د فعالي ډیپلماسۍ په مرکز بدل شوی چي د سولي او ثبات په لړ کې ګام اخلي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چي سبا به ټول هیوادونه د افغانستان د ولس د ارمانونو پوره کېدو او د دې هیواد راتلونکې ته به متوجه وشي، افغان ولس له ایران او نورو هیوادونو دا هیله لري چي د هغوی د هوډ او د ارادې له پلي کېدو سره مرسته وشي.

 

 

 

ټیګونه