Oct 26, 2021 13:09 Asia/Kabul
  • طالبانو د شیعه او سني د وحدت په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له وېناو هرکلی وکړ

په افغانستان کې د طالبانو د موقتې ادارې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلامي مذاهبو تر مینځ د وحدت او داعش ترهګري ډلي سره د مبارزې د ضرورت په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له وېناو هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په خپل ټوویټر کې ولیکل: د افغانستان دولت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای له وروستیو وېناو چي په افغانستان کې د اهل تشیع او اهل تسنن تر مینځ د یووالي او داعش سره د مبارزې په هکله شوې وې، هرکلی کوي، ځکه چي افغانان په وحدت سره خپلواکي تر لاسه کړې او په وحدت سره هر ډول دسیسې شنډولایشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د یکشنبې په ورځ په تهران کې د اسلامي وحدت د کنفرانس له ګډونوالو سره په لیدنه کې وویل: افغانستان کې چاودنې د شیعه او سني تر مینځ د اختلافاتو د رامینځ ته کېدو پایلې دي.

هغوی په اسلامي هیوادونو کې د امریکې او د هغه د لاسپوڅو دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه: د افغانستان په جوماتونو کې د افغانستان د لمونځ کوونکی او مسلمان ولس په ضد وروستي ژروونکې او خواشینوونکي چاودنې د هغو پېښو په شمېر کې راځي چي د داعش د لوري تر سره شوې او امریکا په زغرده د داعش په رامینځ ته کېدو اعتراف کړی دی.

 

 

ټیګونه