Oct 26, 2021 13:52 Asia/Kabul
  • په کابل کې د یو شمېر رسنیزو فعالانو غونډه

د افغانستان یو شمېر رسنیزو فعالانو او خبریالانو په کابل کې د یوې غونډي په ترڅ کې د طالبانو په موقتې ادارې نیوکې وکړې.

افغان خبریالانو په دغه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل: په افغانستان کې د طالبانو د موقتې ادارې په راتلو سره، اکثره رسنیز فعالان او خبریالان خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او له مالي او ځانی امنیت څخه برخور نه دي.

افغان رسنیز فعالانو د نړیوالي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم د اګوست د میاشتې په ۱۵ د دې هیواد واک په لاس کې واخیسته.