Oct 26, 2021 15:12 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد وایي چې نړیوال بانک د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره (۴۵) پنځله څلویښت میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې او په وینا یې چې دغه مرسته تر راتلونکي کال پورې دعامې روغتیا وزارت ټول مصارف پوره کوي.

 تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وول چې دافغانستان د روغتیا څانګه د مادي امکاناتو له کمښت سره مخ شوې چې دافغانانو پر وړاندې یې یو لړ اندیښنې را ولاړې کړې وې خو په تازه ګۍ سره د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد د نړیوال بانګ له لورې له افغانستان سره د لسګونه میلیونه ډالره دمرستې اعلان بیرته د افغانانو له ذهنه راپیدا شوې اندیښنې په هیله مندۍ اړولي. 

له بل لورې بیا د هلمند ولایت په مرکز (لښکرګاه) ښار کې له شل (۲۰) تنو اړمنو کورنیو سره د حفظ الصحې کېټونو مرسته وشوه.

په یادو کېټونو کې د انساني روغتیا ساتنې اړوند ګڼ شمېر توکي شامل ول.

تر دې وړاندې طالبانوپه زابل ولایت کې له (۱۲۵) اړمنو کورنیو سره مرسته کړې وه چې غیر خوارکي وه او د ژمي په موسم کې دخلکو د ګټې اخیستې لپاره د استعمال وړ وه.

 

ټیګونه