Oct 27, 2021 12:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه د چنګاښ د میاښتې ۵ د چهارشنبې ورځ

نن د تهران چاپ ورځپاڼې د بېلابېلو مسالو تر څنګ د افغانستان په هکله د ګاونډ او د سیمي د هیوادونو د غونډې په هکله لیکنې او تبصرې کړي دي.

د تهران چاپ د ورځپاڼو په سر کې د ایران ورځپاڼه را اخلو چي په خپل سرلیک کې د افغانستان په اړه په تهران کې د دې هیواد د ګانډیو د ناستې په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکی چي نن په تهران کې د افغانستان په هکله په غونډه کې روسیه، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي تر څو په افغانستان د یو ټول شموله سیاسي نظام او د دې هیواد له نوې حکومت سره د مرستو او د همکاریو په اړه خبري اتري وشي.

وړاندې په مطلب کې راغلې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو امیرعبداللهیان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه د ایران د سیاست په هکله رسنیو ته معلومات ورکړي او تاکید یې کړی چي د سیمي له ټولو هیوادونو منجمله په افغانستان کې د طالبانو له موقتي ادارې سره زموږ سلامشورې روانې دي تر څو په دغه هیواد کې د روانو کړکېچونو له حل سره مرستي وشي.

ورځپاڼه په دوام کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اړیکو د استراتیجیکي شورا د مشر کمال خرازی وېناو ته انعکاس ورکړی دی چي په کښې د طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د هر اړخیزو مرستو د شرایطو په اړه خبري کړي دي.

هغه ویلي چي که طالبان خپل د واکمنۍ پر مهال وښیي چي د یو ټول شموله حکومت په جوړولو سره د ټولو اقلیتونو او پرګنیو حقوق خوندي کوي او د خپل هیواد د استقلال خیال ساتي او پردیو ته د نفوذ اجازه نه ورکوي نو د اسلامي مقاومت د جبهې ملاتړ به تر لاسه کړي.

ورځپاڼه په یو بل مطلب کې د افغانستان د بحث په دوام کې ټینګار کوي چي په تهران کې د افغانستان په هکله د سیمي د هیوادونو په ګډون روانه غونډه ډېره ضروري ده تر څو د سیمي هیوادونه او په تېره بیا د افغانستان ګاونډیان د دې هیواد په وړاندې یو واحد دریځ غور کړي.

ورځپاڼه زیاتوي چي د ایران له نظره یو پرمختللی افغانستان چي د اقتصادي له نظره وده وکړي او ثبات او سوله په کښې ټینګ شي د ټولو ګاونډیو هیوادونو د سیمي لپاره اهمیت لري چي د یادو مسایلو د پلي کېدو لپاره د یو ټول شموله ادارې د رامینځ ته کېدو په لړ کې د ټولو پرګنیو په شمول بین الافغاني مذاکرات ضروري دی.

اطلاعات

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا په خپله بهرني برخه کې بېلابېلو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی  چي په دوام کې به یوه ځغلنده کتنه ورته وکړو

ورخپاڼه په سوډان کې وروستي فوځي کودتا په هکله په یو خبر کې لیکي چي اسرائیلي خبري سرچینو اشوا کړې چي اسرائیل په سوډان کې د فوځي کودتا زمینه برابره کړې وه ځکه چي د سوډان حکومت له اسرائیلو سره د اړیکو د برقرارولو سره مخالف و.

خبر کې د اسرائیل هیوم د ورځپاڼې په حواله راغلې چي د سوډان د حکومتي شورا مرستیال له موساد سره همکاري کوي او صهیونیستي رژیم د امریکې سره په همږغی په سوډان کې کودتا رامینځ ته کړې ده.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې هم د اسرائیلي ټلویزیونی چېنل په حواله د ایران د دفاعي توغندیزو د وړتیا او کارندوالي په هکله لیکی: د اسرائیل فوځ ویلي چي په سوریه کې د ایران د هوایي دفاع توغندیز سیسټمونه د اسرائیل د پرمختللي جنګي الوتکو د کشفولو وړتیا لري.

د ورځپاڼې په وېنا د ایران جوړ د هوایي دفاع سیسټمونه په دې وروستیو کې د اسرائیل پرمخ تللي جنګي الوتکې په نښه کړي دي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د ایران په ضد د امریکې او د اسرائیلو وروستیو ګواښونو په هکله لیکنه کړې.

ورځپاڼه لیکي: په وروستیو اونیو کې د اسرائیل چارواکي او رسنۍ په ایران باندې د برید خندوونکی ګواښ مطرح کړی دی، دا په داسي حال کې دی چي په تېرو کلونو کې هم صهیونیستي رژیم په خپلو لافو کې حتی په ایران باندې د برید د ترسره کولو نېټه هم ټاکلې وه، خو هیڅکله یې په ایران باندې د برید جرعت نه وکړ او ګواښونه یې د تشو خبرو تر حده پاتي شو.

ورځپاڼه لیکي چي اسرائیل هیوم په خپل یو تحلیلي راپور کې وایي چي امریکا باید داسي یو کار وکړي چي ایران دغه تش په خوله ګواښونه جدي ونیسي او د مذاکراتو میز ته راستون شي.

د ورځپاڼې په وېنا په ایران باندې د فوځي برید لافې د دې لپاره دي چي د ایران د حکومت په ارزونو کې محاسباتي ستونزې رامینځ شي او ایران د جګړې د مخنیوی په ارادې سره د برجام ایټمي نړیواله موافقې سره دایمي هوکړه وکړي او د قدرت د نورو مولفو په اړه خبرو اترو ته تیار شي.

ورځپاڼه لیکي چي په ایټمي مساله کې اروپایي هیوادونه او امریکا ایران سره مذاکراتو ته اړ دي او له دې پرته هیڅ لاره نه لري خو غواړي د لافو په ویشتلو سره په خپل بې وسۍ باندې سرپوښ کښېږدوي.

ورځپاڼه په دوام کې د لوېدیځو رسنیو په حواله لیکي چي د ایران په ضد باندې د فوځي برید د لافو سره سره د عراق په التنف سیمه کې د امریکې په فوځي اډې باندې وروستي برید د ایران له لوري تر سره شوی دی تر څو امریکې او اسرائیل ته یو ډول خبرداری ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چي د امریکې او د اسرائیلو د خبرداریو سره سره ایران د نویو پرمخ تللي سانټرفیوژونو د فعاله کولو بهیر یې پیل کړی او په دې اړه یې د ایټمي انرجیو نړیوالي ایجنسۍ ته خبر ورکړی دی.

د کابل چاپ ورځپاڼې

عزیزانو لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راتلو سره په دغه هیواد کې د ورځپانو د چاپ بهیر بند شوی او اکثره افغان ورځپانې خپل مطالب په انلاین توګه خپروي.

مسیر ورځپاڼه

ورځپاڼه لیکي: امریکايي دفاعي چارواکو ددغه هېواد سنا ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، ددې احتمال شته چې ځينې ترهګرې ډلې په دوو کلونو او ځينې په شپږو میاشتو کې پر امریکا د برید جوګه شي

د ورځپاڼې په وېنا امریکایي فوځيان وایي چي ترهګرې ډلې پر امریکا او متحدینو یې د برید په لټه کې دي نو له همدې امله دوی په سیمه کې هر څه د بې پيلوټه الوتکو په مرسته څاري. امریکايي چارواکو ویلي د افغانستان او سیمې د څارلو لپاره یې بې پيلوټه الوتکې پروازونه کوي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا الوتکې له کومه ځایه پرواز کوي او د کنټرول مرکزونه یې چېرته دي.

کلید

دغه انلاین خپرونه په یو راپور کې لیکي چي  د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د جهاد ښوونځي یو کارمند محب الله د لوږې له امله مړ شوی دی.

راپور کې راغلې چي په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته دغه هېواد له سختې لوږې سره مخ شوی دی.

تر دې وړاندې هم د کابل په لودیځه برخه کې هم د لوږې له امله د اتو ماشومانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوی و.

بهرنی ورځپانې

انټي وار

انتې وار نشریې په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې امریکا د افغان جګړې په تړاو پوره بې پروايي کوله او دا یوازې بايډن نه ؤ، چې د هر څه مسؤولیت دې پرې واچول شي بلکې په دې ناورین کې د امریکا درې ولسمشران مسؤول دي.

انتي وار لیکي امریکا د افغانستان جګړې ته د تیاتر د یوې صحنې په سترګه کتلي او دا یې هېره کړې چې هغه یو هېواد دی او میلیونونه وګړي پکې ژوند کوي چې باید حقوقو ته یې درناوی وشي.

نشریې لیکلي دي چې په افغان جګړه کې امریکا ته ستر درسونه پراته دي، دوی باید په دې پوه شي چې د یوه ملت پر برخلیک یې لوبې کړې دي او له ورته سترو تېروتنو سره په نړۍ کې خپل باور بایللی شي.

فایننشل ټایمز

فاینینشل ټایمز ورځپاڼه  له دې پرېکړې د باخبره کسانو له قوله وايي، چې د اروپايي ټولنې دیپلوماتیک او امنیتي بنسټ پلان لري چې خپله استازولي په کابل کې پرانیزي چې نه یوازې دوی بلکې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ډيپلوماتان به هم ترې کار اخلي.

یادې ټولنې ویلي، غواړي د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.

 

 

ټیګونه