Oct 27, 2021 16:05 Asia/Kabul
  • تهران د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې کوربه

په افغانستان کښې له موجوده بحرانه وتل کورني يووالي او د هېواد له لوړو او ډېرو استعدادونو څخه استفادې او ټولو ظرفيتونو استعمالولو ته ضرورت لري.باوري يوو چې په وړومبۍ مرحله کښې پکار دے ټول ګاونډيان او نړيواله ټولنه د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې انساني سياسي حالت، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو توکو د قاچاق پراختيا او د بشري او ښځو د حقوقو خيال ساتنې ته خاصه پام لرنه وشي.

تهران په افغانستان کې د بدلونونو په اړه د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د دوهمې غونډې کوربه وو .

دغه غونډه چی په ترکیبی ډول یعنی حضوری او مجازی ډول ترسره شوه ، د ایران ، چین ، پاکستان ، ازبکستان ، تاجیکستان ، ترکمنستان او روسیې خارجه وزیرانو ګډون وکړ.

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی په دغه غونډه کې خبرې وکړې .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر حسېن امير عبداللهيان هم  د افغانستان د ګاوڼديانو په دويمه غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له تشکيلېدو ملاتړ کوو تاکيد وکړ، د افغانانو او له ګاونډيانو سره د پولو د امنيت ذمه واري په وړومبۍ درجه په کابل کښې د سرپرستو واکمنانو په غاړه ده او ټول پکار د ے له موجوده حالت څخه د وتلو لپاره افغانستان سره مرسته وکړوو.

د ايران خارجه وزير په دوام کښې د يو بل د حاکميت احترام، د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه د نورو په چارو کښې نه مداخلت د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه سياست د بنيادي اصولو برخه وبلله او وې ويل: که نن د تهران په غونډه کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل لپاره يو مضبوط پېغام لېږل شي نو د وروستيو لسيزو له نيواکګرۍ او مشکلاتو سره په مقابله کښې د افغان ولس تاريخ او رول ته د پام په خاطر دي.

امير عبداللهيان واضحه کړه، په افغانستان کښې له موجوده بحرانه وتل کورني يووالي او د هېواد له لوړو او ډېرو استعدادونو څخه استفادې او ټولو ظرفيتونو استعمالولو ته ضرورت لري.باوري يوو چې په وړومبۍ مرحله کښې پکار دے ټول ګاونډيان او نړيواله ټولنه د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې انساني سياسي حالت، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو توکو د قاچاق پراختيا او د بشري او ښځو د حقوقو خيال ساتنې ته خاصه پام لرنه وشي.

هغه دا خبره په ګوته کړه چې د افغانستان اوسني زياتره مشکلات په بهرنيو مداخلتونو کښې جرړه لري او امريکه پکار دے په لوړ غږ سره د هغو غميزو په وړاندې چې په تېرو دوو لسيزو کښې په افغانستان رامنځته شوې خپله ذمه واري اومني او په مقابل کښې يې د نړيوالې ټولنې د هلوځلو ترڅنګه د افغانستان د خلقو د مشکلاتو او دردونو د ختمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان خارجه وزيرشاه هم حود قریشی هم  له نړيوالې ټولنې وغوښتل د افغانستان د خلقو اقتصادي حالت ته په پام سره دې د يوې انساني غميزې له رامنځته کېدو څخه مخنيوے وکړي او د دغه هېواد د پېسو په آزادولو يې هم تاکيد وکړ. شاه محمود قرېشي په تهران کښې د افغانستان د ګاونډيانو د خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې د افغانستان وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل، په افغانستان کښې په وروستيو دوو مياشتو کښې يو لړ مهم بدلونونه راڅرګند شول. په اګست مياشت کښې بې له څه وينې بهېدو يو انتقالي حکومت رامنځته شول او طالبان اقتدار ته ورسېدل. په اوس حال کښې د کډوالو د يو پراخې څپې کتونکي يوو.

د چين خارجه وزيرهم په تهران کښې د افغانستان د ګانډي هېوادونو د خارجه وزيرانو غونډه ډېره کټوره وبلله . وانګ يي هم په تهران کښې د افغانستان ګانډي خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې په آنلائن توګه په خپله وېنا کښې وويل: باوري يوو چې دغه غونډه په يو ښۀ وخت کښې جوړه شوه او دا به د دې سبب شي چې زمونږ ترمېنځ رامنځته شوي ډېپلومېټک چېنلونه به مضبوط شي.

د ایران اسلامی جمهوریت اوس د افغانستان نویو شرایطو ته په پام سره د افغان کډوالو له نوی څپی  سره مخامخ دې او په داسې شرایطو کې چی دامریکا له ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونو په دلیل د ایران لپاره اقتصادی مشکلات رامینځته کړی دی ، ضروری ده چی نړیواله ټولنه  د کډوالو د اړتیاو د تامینولو او مدیریت لپاره ضروری مرستې وکړي .

ایران همداراز له سیاسی او امنیتی چیلنجونو د افغانستان د وتلو حل لاره د بهرنیانو له لاس وهنې پرته او بین الافغانی خبرو له لارې د ټولو قومی او مذهبی ډلو په مشارکت سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د ټولو لورو هلې ځلې بولی .

 

 

 

 

ټیګونه