Oct 28, 2021 06:38 Asia/Kabul
  • د طالبانود حکومت د دفاع وزير په اول ځل رسنيو ته څرګند شو

په افغانستان کښې د طالبانود موقته حکومت د دفاع وزير د وړومبي ځل لپاره په کابل کښې د رسنيو په وړاندې څرګند شو.

د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانود پخواني مشر ملا عمر زوے او د د دغې ډلې د دفاع د وزارت سرپرست ملا محمد يعقوب د رسنيو مخې ته په څرګندېدو سره په خپله وېنا کښې له پانګه والو وغوښتل چې د روغتيا په برخه کښې دې پانګونه وکړي چې خلق د علاج معالجې لپاره له هېواد بهر نه ځي.

دا وړومبنے ځل دے چې ملا محمد يعقوب د رسنيو په وړاندې څرګند شوے دے له دې مخکې به هغه د طالب فوځيانو لپاره د غږيزو پېغامونو په خپرولو سره وېناګانې کولې.

 

ټیګونه