Oct 28, 2021 07:25 Asia/Kabul
  • د طالبانود خارجه وزارت سرپرست په قطر کښې له امريکائي چارواکي سره وليدل

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي په قطر کښې د خپلو ليدنو کتنو په دوام کښې د افغانستان لپاره د امريکې د سفارت د نمائندګۍ د نوي دفتر له مشر اِيان مېکّاری سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرون په يو ټوئيټ کښې وليکل، دغه کتنه د تېرو دوو اړخيزو ليدنو کتنو په دوام کښې اوشوه او دواړو خواو تفصيلي خبرې اترې وکړې.

امير خان متقي له دې مخکې د امريکې د خارجه وزير له مرستيالې ونډي  شرمن سره په کتنه کښې ويلي وو، امريکه پکار دے د افغانستان د بې ثباتۍ او د دغه هېواد د حکومت د کمزوري کولو لپاره کوشش ونه کړي ځکه چې دا اقدام به د هيچا په ګټه نه وي.

 

ټیګونه