Nov 08, 2021 04:33 Asia/Kabul
  •    افغانستان د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړيوال جام ته لار پیدا کړه

په دغو لوبډلو کې استراليا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، سوېلي افريقا، نيوزيلنډ، افغانستان او بنګله دېش شامل دي.

 

زمونږ خبریال راپور راکړ، د کرکټ نړيوالې شورا د پرېکړې له مخې، افغانستان د راتلونکي ۲۰۲۲  کال د کرکټ شل اووریز نړيوال جام ته نېغ په نېغه لار پیدا کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د کرکټ د نړیوالې درجه بندۍ له مخې د افغانستان په ګډون اته لوبډلو د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د کرکټ شل اووریز نړيوال جام ته لار موندلې ده.

په دغو لوبډلو کې استراليا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، سوېلي افريقا، نيوزيلنډ، افغانستان او بنګله دېش شامل دي.

په دې درجه بندۍ کې افغانستان وروسته له هغه اووم مقام خپل کړ چې تېره شپه ويسټ انډیز له اسټراليا ماتې ومنله.ويسټ انډیز له دې ماتې وروسته په درجه بندۍ کې لسم ځاى ترلاسه کړ او نهم ځاى سريلانکا خپل کړى دى.

په راتلونکي نړيوال جام کې به ۱۲ غوره لوبډلو (سوپر۱۲) ته د لار پيدا کولو په موخه په لومړي پړاو کې د ويسټ انډيز ترڅنګ سريلانکا، سکاټلينډ او نميبيا هم سيالۍ وکړي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ نړيوال شل اووريز جام سيالۍ د اکتوبر په ۱۶  په اسټراليا کې ترسره شي.

 

ټیګونه