Nov 24, 2021 15:18 Asia/Kabul
  • په لسو نورو ولایتونو کښې هم د پاسپورټ صادریدل پیلیږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس علم ګل حقاني ویلي، چې راتلونکې پنج شنبه د افغانستان په ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې عملاً پيلیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس علم ګل حقاني ویلي، چې راتلونکې پنج شنبه د افغانستان په ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې عملاً پيلیږي.

د هغه په خبره: پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، غور، نورستان او بدخشان هغه ولایتونه دي،چې د پاسپورټونو د وېش چارې به پکې پيل شي.

نوموړي ویلي، چې د دغو او نورو هغو ولایتونو اوسیدونکي چې د دوی ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې روانې دي او یا پیلیږي، پخپلو ولایتونو کې دې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د پاسپورټ رئیس کابل ته د پاسپورټ اخیستو لپاره د دغو ولایتونو د اوسیدونکو په نه راتلو ټینګار کړی دی.

هغه په ورته وخت کې رد کړې،چې کابل کې به زر د پاسپورټ د وېش چارې بیا پيل شي.

د علم ګل حقاني په وینا په دې برخه کې لا تخنیکي ستونزې شته او تر حلیدو به یې کابل کې پاسپورټونه ونه وېشل شي.

دمګړۍ د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش چارې روانې دي.

ویل کیږي، چې ډېری خلک له افغانستان څخه د وتو لپاره پاسپورټونه ترلاسه کوي او په هره ممکنه قانوني او نا قانوني بڼه له افغانستان څخه د وتلو په تکل کښې دي.

خو طالبان خلکو ته د ښه راتلونکې ډاډ ورکوي او ترې غواړي، چې له هېواده ونه وځي.

 

ټیګونه