Nov 24, 2021 15:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بانکي نظام د سقوط په باب دملګروملتو په خبرداری د طالبانو غبرګون

د افغانستان طالبانو   د ملګروملتو د  خبرداري په غبرګون کې  ټينګار وکړ ، دغه ډله به په اغیزشیندونکو اقداماتو او تدبیرونو سره  د افغانستان د بانکي نظام د سقوط مخه ونیسي .

 

 د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد  د افغانستان د اقتصادي وضعیّت  په باب په برابر شوي تر ټولو وروستي راپور کې  ددغه هیواد د مالي  اورګانونو څخه دملاتړ په ضرورت په ټينګار سره ، د راتلونکي میاشتې په شپږمه نیټه  د افغانستان د بانکي اومالی سسټم د دړې وړې کیدا داحتمال په باب  خبرداری ورکړی ؤ  .

 د افغانستان د بانکي نظام د دړې وړې کیدا  په باب دملګروملتو د راپور په باب  د طالبانو غبرګون ښئ، دغه ډله په دې اندیښمنه ده  چې  د  افغانستان د حالاتو په باب دمنفي راپورونو خپریدا ،د طالبانو د حکومت  په کارندوالي باندې د  خلکو دبې اعتمادۍ او ناامیدۍ سبب شي .

 په همدې اساس ده چې  د بې وځلۍ ، لوږې ،او اقتصادي دړې وړې کیدا پشمول د افغانستان  په باب  د وروستیو اونیو منفي راپورونه ، د طالبانو د حکومت  له سخت غبرګون سره مخ شوي دي 

 د طالبانو د بانکي سسټم د دړې وړې کیدا په باب دملګروملتو   راپور  په داسې شرائطو :ې  خپور شوی دی ، چې  دم ګړۍ  د امریکا  په وسیله د افغانستان دشتمنیو په بلوکه کیدا سره  دغه ډله  د افغانستان د  اداره کولو  دلګښتونو د تامینولو لپاره له پراخو محدودیّتونو سره مخ شوې  او دا موضوع  د طالبانو د  واکوالۍ  د دوام لپاره په یوه چیلنج بدله  شوې ده .

 

دا لیدتوګه شته چې  مرکزی بانک ته له دغه هیواده په بهر کې  د افغانستان  د مالی سرچینو  د نه تامینیدا به بڼه کې د افغانستان بانکي سسټم سوکه سوکه  د دړې وړې کیدا په لور روانیږي ، په تیره بیا دا چې  دم ګړۍ  د افغانستان صادرات هم  له کمښت سره  مخامخ شوي او ددغه هیواد د ملی پیسو د ارزښت  زیاتې کمیدا هم  د د طالبانو د حکومت  مشکلات زیات کړي دی .

 دافغانستان د اقتصادي چارو یو کارپوه  نبی اقبال وائي، دامریکا په مرکزي بانک کې د اسعاري زیرمو تړل کیدا ،  په اقتصاد کې جوړښتي مشکلات ،په صادراتو اووارداتو کې بې انډولي  او د نغدو پیسو کمښت  ،د افغانستان  د پیسو  دارزښت دکمیدا اصلي دلیلونه دي .

 د افغانستان د بانکي نظام اوسنی یو چیلنج  چې سبب شوی  دی څو ملګري ملتونه  ئې په اړه خبرداری ورکړي ، په بانکونو د افغانانو  بې اعتمادي ده  چې سبب شوې ده ،دوي  پخپلو مبادلاتو کې  پر بانکي نظام نورو رودو ته ترجیح ورکړي . 

 راپورونه ښئ چې  اوس  د خپلو معاملو لپاره د افغانستان یوازې کابو لس فی صدي خلک  له بانکي سسټمه استفاده کوي او  نور نوي فیصدي خلک ، د خبلو مالی زیرمو یا  مبادلاتو لپاره غیر رسمي  رودې  کاروي .

  دغه لیدتوګه شته،ترهغه وخته چې د طالبانو حکومت ونه توانیږي ، پر بانکي نظام د افغانستان دخلکو  تیر اعتماد بحال کړي،هماغه شان به ددغه هیواد بانکي نظام روڼتیا ونه لري او دغه سسټة به  له دړې وړې کیدا سره مخامخ شي .

ډیری کارپيژاندي او شناندي وائي،سیاسی بې ثباتي،د ناکراریو دوام ،د طالبانو د حکومت په وسیله د افغانستان  د اداره کولو لپاره د یوې مشخصې سټراټژۍ نه شتون او د طالبانو د حکومت  د په رسمیّت پیژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې د دریځ مبهم او شکمن کیدا،په بانکي نظام د افغانستان د ولس بې اعتمادئ او بې باؤرۍ  اصلی دلیلونه دي .

 د افغانستان خلک  اندیښمن دي چې  په دغه هیواد کې  دبانکي سسټمونو د دیوالیه کیدا بحران په زیاتیدا سره   په افغانستان  کې دنوي بحران راپورته کیدا په بڼه کې  د دوي خپلو حسابونو او اکاؤنټونو ته دلاس رسي امکان   کمیږي  ،  او په دې توګه  د دوي پانګې له مینځه ځي .

 

ټیګونه