Nov 25, 2021 14:04 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي د افغانستان په هلمند ولایت کې دآکسیجن د تولید لپاره یو پایه جنراتور جوړ شوی تر څو د آکسیجن د کمبود ناروغانو ته دا زمینه برابره شي چې آکسیجن ترلاسه کړي.

ویل کیږي دا جنراتور دملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف  په مرسته جوړ شوی.د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په یاد ولایت کې د نږدې (۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اکسيجن دتولید دغه جنراتور جوړ کړی دی.د هلمند د عامې روغتیا دچارواکو په وینا، دا جنراتور په یوه وخت کې (۱۰۰) سلو ناروغانو ته اکسیجن رسوي او په (۲۴) ساعتونو کې د (۲۰۰) بیرل اکسیجن د تولید ظرفیت لري.

افغانان د داسي صحي وسایلو د جوړلو څخه خوښي ښیي او وایي چې که په نورو ولایتونو کې هم ورته او نور مرستندویه اقدامات وشي نو د افغانستان د خلکو ډیری ستونزې به حل شي.

 عبدالله د غزني  ولایت یو اوسیدونکی دی په دې اړه خوښي ښیي او داسې وایي.باید وویل شي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس بې شمیره ناروغانو د آکسیجن د نشتوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی .

ټیګونه