Nov 26, 2021 05:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د چاودنو له امله يو شمېر ماشومان ووژل شول

د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د چاودنو له امله مرګ ژوبلې رامنځته شوي چې زياتره قربانيان يې ماشومان دي.

په تخار ولايت کښې د مائن د چاودنې له امله پينځه ماشومان ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د تخار ولايت د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو او کلتور مشر انصارا... انصار وويل، دغه چاودنه پرون د زيارت په ورځ مازيګر رامنځته شوه.

له بلې خوا د باغیس ولایت سیمه‌ایز چارواکوهم په دغه ولایت کښې په مائن چاودنه کښې د دریو ماشومانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د یاد ولایت د طالبانو د موقته حکومت د اطالاعاتو او کلتور مشر باز محمد سروري پرون رسنيو ته وویل چې دغه چاودنه د «سنګ اتش» ولسوالۍ په «چشمه دوزک» سیمه کې شوې.

چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان په یاده سیمه کښې د څارویو په څرولو بوخت وو.

له بلې خوا پرون سهار په ننګرهار ولایت کښې هم د چاودنې له امله درې تنه ژوبل شوي دي.

همدارنګ پرون د کابل په کارته پروان سيمه کښې يو عامه موټر د مقناطيسي بم هدف وګرځېد خو د وروستيو خبرونو له مخې سرتاوانونه يې نه دي لرلي.

تر دې وړاندې هم په دا رنګ پېښو کښې عامه وګړي په نښه شوي او مرګ ژوبله ورته اړول شوې ده.

همدارنګ پرون سهار په ننګرهار ولایت کې هم د چاودنې له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ملکي وګړي په نښه شوي او وژل شوي دي.

 

ټیګونه