Nov 26, 2021 14:36 Asia/Kabul
  • طالبانو د ۳میاشتینیو معاشونو د ورکړې وعده نه ده عملي کړې

د بشردوست په وینا، د طالبانو دا بې وعده توب به پر دوی د خلکو باور خراب کړي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست وایي، چې طالبان له واکمنیدو سره په امنیت راوستو کې بریالي شوي، خو د خلکو له دسترخوانونو یې برکت ورک کړی دی.

د هغه په خبره، له دې سره طالبانو د تېر حکومت د باقي پاتې معاشونو د ورکولو وعده هم ورکړې، خو تراوسه یې د تېرې اونۍ هغه وعده نه ده عملي کړې، چې د مامورینو د درې میاشتینیو باقي پاتې معاشونو د ورکړې په اړه ورکړې وه.

د بشردوست په وینا، د طالبانو دا بې وعده توب به پر دوی د خلکو باور خراب کړي.

نوموړی زیاتوي، چې افغانستان کې وضعیت له فقر څخه په لوږې بدل شوی او دا د طالبانو د تېرې څه باندې ۱۰۰ ورځينۍ واکمنۍ ناکامي څرګندوي.

هغه ټینګار کوي، چې خبره د وخت نه بلکې د لیدلوري ده.

د ده په خبره، د حکومتولۍ په اړه د طالبانو لیدلوری ستونزه لري او په دې ډول دوی حکومتولي نه شي کامیابولای.

بشردوست دا هم زیاتوي، چې طالبان مسلکي کادرونه لري، خو نه پوهیږي چې ولې خپلو داسې کادرونو ته د کار او بحران ختمولو فرصت نه ورکوي.

رمضان بشردوست د طالبانو هغه چلند هم نقدوي، چې له مجرمینو سره یې کوي.

د ده په وینا، د مجرمینو پر وړاندې د طالبانو چلند هم تر ډېره د مخکینیو حکومتونو د چلند په شان دی او قاطعیت پکې اوس د لومړنیو ورځو په شان یې نه ښکاري.

رمضان بشردوست د مامورينو د معاشونو د نه ورکول کیدو خبره په داسې مهال کوي، چې د مختلفو دولتي ادارو مامورینو هم دوی ته د معاشونو د نه ورکولو خبره کړې او ويلي، چې طالبانو تېره اونۍ په دې اړه پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

 

ټیګونه