Nov 26, 2021 16:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان دویشلو لپاره د سی ای اې په هڅې د طالبانو ټینګار

د طالبانوډلې د دغه غړی څرګندونې په دغه لیدتوګې ولاړې دي چی د افغانستان د پخوانی حکومت په وخت کې د امریکا ځینې پوځی قوماندانان په دې باور وو چی د افغانستان د کړکیچ د اواری لپاره باید دغه هیواد د قومیتونو د جغرافیې په اساس وویشل شی او هره برخه خپل حکومت ولرلې شی .

د طالبانو ډلې یوه لوړ رتبه غړی ویلی دی د امریکا جاسوسی اداره سی ای اې د افغانستان په ویشلو پسې ده .

په افغانستان کې د طالبانو ډلې یوه لوړپوړوي چارواکی انس حقاني چې ددغه هیواد دموقته حکومت دکورنیو چارود وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني ورور هم دی په یولړ څرګندونو کې په افغانستان کې  د جنګ د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مسئول بللو سره زیاته کړې ، استخباراتي ادارې سي ائي اې د افغانستان د ویشلو لپاره هڅه کوي . حقاني زیاته کړې،د افغانستان د اوسني بحران اصلي عامله همدغه امریکا ده .

د طالبانوډلې د دغه غړی څرګندونې  په دغه لیدتوګې ولاړې دي چی د افغانستان د پخوانی حکومت په وخت کې د امریکا ځینې پوځی قوماندانان په دې باور وو چی د افغانستان د کړکیچ د اواری لپاره باید دغه هیواد د قومیتونو د جغرافیې په اساس وویشل شی او هره برخه خپل حکومت ولرلې شی .

په عین حال کې ځینو ټولنو هم په افغانستان کې د فیدرال حکومت طرحه مطرحوله چی قومی سیمې په کابل کې د مرکزی حکومت په چورلیزتوب فعالیت وکړي . د افغانستان دننه ځینې سیاسی ډلې هم په د غه ټکی چی له ریاستی نظام څخه پارلیمانی نظام ته ددغه هیواد د سیاسی نظام په بدلولو سره د افغانستان مشکلات حل کیدلې شي ، ټینګار درلود .

په عین حال کې د امریکا او طالبانو موافقه چی د ټرمپ د ولسمشرۍ په وخت کې دواړو لورو ترمینځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته  د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه ،په افغانستان د طالبانو د بیا ولکې لپاره شرایط برابر کړل  او د لویدیځو ټولنو له لوری د افغانستان د سیاسی راتلونکی لپاره د نورو پروګرامونو او طرحو خنډ شوه .

په افغانستان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندی خدای بخښلی وحید مژده په دې باره کې په دې باور وو امریکا په هر ځای کی چی د یوه ملت په ځپلو کې بریالی شوی نده نو د هغه  هیواد په ویشلو یې لاس پورې کړې دې . له دې نظره د امریکا او طالبانو ترمینځ موافقه هم د واشنګټن د ویشلو د هلوځلو په لړ کې جاجول کیدله .

خو د دوحې موافقې د اجرا د څرنګوالی په اړه د امریکا او طالبانو اختلافاتوته په پام سره چی داسې ښکاری د حقانی ډله په هغې په سترګو پټولو سره کابل ونیوه او دامریکا له نظره په زوره په افغانستان کې د قدرت خاوند شو ، سبب شوی ده چی امریکا د افغانستان د پیسو په کنګل کولو سره په طالبانو زیات اقتصادی دباونه اچوی تر څو د دوحیې موافقې ته ستنه شي .

د یوه بل په وړاندی د امریکا او طالبانو مقاومت  ته په پام سره د حقانی ډله په لټه کې ده د افغانستان د ویشلو لپاره په هڅې د امریکا په تورنولو سره واشنګټن د عمومی افکارو تر دباو لاندې راوستلو لپاره له طالبانو سره ملګرتیا ته مجبوره کړی .

دا په داسې حال کی ده چی د طالبانو نور چارواکي په افغانستان کې د ددغې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو پسې دي چی د هغه لازمه د طالبانو داخلی اختالافاتو ختمول او په دغه هیواد کې د ملی حکومت د جوړولو لپاره هڅه ده تر څو له امریکا او د هغې له جاسوسی اورګانونو په افغانستان کې د هر ډول لاس وهنې پلمه واخلی .

په دې زمینه کې د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندې عبدالستار په دې باور دې چی په تیرو لسیزو کې امریکا هڅه کړی ده د دافغانستان د پښتنو ، تاجیکانو ، ازبکانو ، ترکمنو او هزاره میشته سیمو ترمینځ تاوتریخوالی او اختلاف ته لمن ووهی تر څو په یوه قومی او مذهبی کرکې بدل شي چی دغه پروګرام هماغه راز دوام لری او د افغانستان خلک باید د دغې دسیسې په وړاندې ځیر ووسي .

 

 

ټیګونه