Nov 27, 2021 06:24 Asia/Kabul
  • د انجلیود زده کړواوفعال شتون لپاره به هڅې کوم

د ښاغلي کرزي په خبره ممکنه نه ده، چې د ښځو له فعال ګډون پرته افغانستان سوکاله او روښانه راتلونکی ولري.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې په هېواد کې د ښځينه وو د زده کړو د بيرته پيل او په دولتي او نورو برخو کې د هغوی د فعال حضور لپاره به پریکنده هڅې وکړي.

نوموړي په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له دې پرته افغانستان هوسا، باعزته او با افتخاره هېواد نه شي کيدای.

د ښاغلي کرزي په خبره ممکنه نه ده، چې د ښځو له فعال ګډون پرته افغانستان سوکاله او روښانه راتلونکی ولري.

هغه روښانه نه کړه، چې د دغه حذف شوي رول د بيرته فعالولو لپاره به يې قاطعانه هڅې څه ډول ترسره شي؟.

دغه پخواني ولسمشر يو ځل بيا له طالبانو د خپل ملاتړ ننګه وکړه او ويې ويل، چې په کابل کې د ګډوډۍ د مخنيوي لپاره يې هېواد نه د ولسمشر غني له وتو وروسته طالبان کابل ښار ته وبلل.

حامد کرزي ادعا وکړه، چې له دې کار پرته کابل بد وضعيت سره مخ کيده.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره، څه باندې سل ورځې کيږي چې د افغانستان شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه محصلانې او متعلمانې د طالبانو په امر له زده کړو محرومې شوي دي.

سربېره پر دې په لسګونه زره ښځينه دندو ته له ورتلو هم محرومې او سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د ښځو چارو وزارت هم طالبانو لغوه کړی او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی جوړ کړی وزارت يې په ودانۍ کې فعاله کړی دی.

د طالبانو د دغو اقداماتو پر ضد د افغانستان په مختلفو برخو کې بيا- بيا ښځينه فعالانو اعتراضونه هم کړي دي.

طالبانو ظاهرا د ښځو د زده کړو مخالفت نه دی کړی او ویلي، چې د لازمو شرايطو له رامنځته کولو سره به ښځو ته د کار او زده کړو حقونه بيرته ورکړي، خو دا څرګندونې يې د ملي او نړيوال قناعت په ورکولو نه دي بريالي شوي.

 

ټیګونه