Nov 27, 2021 13:47 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان د زیرمو په ایستلو کې د همکاری او د پانګه اچونې وړاندیز کړی

د ایران د سوداګریو، صنعت او زیرمو خونه د افغانستان په زیرمو کې د پانګه اچونې لپاره چمتووالې ښودلې ده.

افغانستان سره د سوداګریو لپاره د ایران د سوداګریو، صنعت او د زیرمو د څانګې مسئول حسين سليمي د دواړو هیوادونو تر مینځ وروستیو تجارتي حالاتو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان د معادنو سره د مرستي او د همکارۍ لپاره وړاندیز شوې تر څو افغانستان سره د ایران د تجارتي معادلاتو کچه زیاته شي.

موږ وړاندیز کړی چي د افغانستان د زیرمو په ایستلو کې پانګه اچوونه وکړو او د اینجینرینګ خدماتو په وړاندې کولو سره د دې هیواد د زیرمو د ایستلو زمینه برابره کړو، په مقابل کې به له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه د پخوا په څېر دوام وکړي.

د نوموړي په خبره، له دې لارې به د دواړو هېوادونه سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر پياوړې شي.

د ايران له خوا د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولينو دغه شان زياته کړې ده، ايران له افغانستان سره ګډه پوله لري او د دواړو هېوادونو ګټې کولی شي د سيمې په ګټه هم وي.

د خونې د مسوولینو له قوله ويل شوي چې طالبانو هم د ايران دې وړانديز ته تر دا مهاله شين څراغ نه دی ښودلی، خو هيله مندي شته چې دواړه خواوې يوې پايلې ته ورسېږي.

 

ټیګونه