Nov 27, 2021 15:37 Asia/Kabul
  • د قطر له چارواکو سره د طالبانو د جګپورو چارواکو خبري اترې

د طالبانو د موقتي ادارې استازو په دوحه کې د قطر له چارواکو سره د بېلابېلو مضوعاتو په اړه خبري اترې وکړې.

د طالبانو د ویاند مرستیال انعام ا... سمنګانی وویل: د طالبانو د حکومت جګپوری پلاوی د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوی امیرخان متقي په مشری دوحې ته تللي دي تر څو د قطر له مسئولینو، چارواکو او وزیرانو سره ګډې خبري اترې وکړې. په دغه ناسته کې دواړو لورو د سیاسي موضوعاتو، بشري حقوقو او اقتصادي چارو په اړه سلامشورې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی هم په خپل ټوییټر کې  ولیکل: د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي په قطر کې د امنیتي، روغتیایي، پوهنېز او بانکي ډګرونو کې له قطري چارواکو سره خبري کړي دي.

دا په داسي حال کې دی چي څو ورځې مخکې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وه،  د طالبانو او د امریکې تر مینځ د خبرو اترو نوې پړاو به تر راتلونکې اوونۍ پوري په دوحه کې پیل شي.

له قطري چارواکو سره د طالبانو د لیدلو سره هممهاله په دوحه کې د امریکایي استازو سره د طالبانو د خبرو اترو د نوې پړاو د پیلېدو خبر هم خپور شو.

د طالبانو دولت چي له ګڼ شمېر سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخامخ شوي دي له بېلابېلو هیوادونو سره پراخو مشورو ته مخه کړې ده تر  څو له روان کړکېچ څخه روغ رمټ ووځي.

دوحې ته د طالبانو د پلاوی د سفر اصلي موخه امریکایانو سره د دوه اړخیزو اختلافاتو حل او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول دی، د امریکې دولت د اشرف غنی د دولت تر ړنګېدو او د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته په بهر کې د افغانستان د دولت ټوله شتمني کنګل کړه چي د امله یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د چارو په سمبالولو کې له پراخو ننګونو سره مخامخ شو.

د طالبانو په بهرني عوایدو کې کمی او د افغانستان د خلګو د ضرورت د توکو په وارداتو کې له دې ډلي سره د نړیوالو نه ملګرتیا د ملیونونو افغانانو لپاره د لوږې خطره رامینځ ته کړې ده.

د بانکي سیسټم له لاري معاملاتو سره د خلګو نه دلچسبي او په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان مالي سرچینو ته د طالبانو نه لاسرسی سبب شوی چي ملګري ملتونه د افغانستان د بانکي نظام د ړنګېدو له احتمال څخه اندېښنه څرګنده کړي.

په داسي یو حالاتو کې د طالبانو دولت خپل د بهرنیو چارو وزیر یې دوحې ته استولی دی تر څو د امریکایي چارواکو سره په ناسته کې د افغانستان د کنګل شويو شتمنیو د خلاصېدو لاري چاري ولټوي.

په داسي حال کې چي د سپیني ماڼۍ ځینو چارواکو د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د دې ډلي د سیاست له بدلون سره مشروطه کړي دي، خو طالبان بیا د امریکایانو د نظر وړ شرطونه نه دي پلي کړي.

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د خپلواکو سرچینو له راپور سره سم، طالبان د دې هیواد د مختلفو پرګنیو لپاره په فردي او ټولنیزو ډګرونو کې محدودیتونه رامینځ ته کړي دي چي د امله یې د نړیوالو له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

 قطر ته د طالبانو استول شوی پلاوی امریکایي استازو سره د خبرو اترو په ترڅ کې له قطري چارواکو سره هم خبري اتري کړي تر څو د روان کړکېچ څخه د وتلو لپاره په سیاسي، اقتصادي او روغتیایي ډګرونو کې د قطر له مرستو څخه استفاده وکړي.

 

 

 

ټیګونه