Nov 28, 2021 10:42 Asia/Kabul

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند په دغه هیواد کښې د امریکا په شل (۲۰) کلن کړچار نیوکه وکړه .

ملا محمد حسن اخوند بیګا په خپل لومړي غږیز پیغام کښې چې د افغانستان له ملي ټیلي ویژن خپور شو په خپل هیواد کښې په تیرو شلو (۲۰)کلونو کښې د امریکا په کړچار او په تیره بیا د واشنګټن لخوا  په  بمباریو او د زندانونو په جوړولو او د ناامنۍ په رامینځته کولو نیوکه وکړه او ویې ویل که چیرې د امریکا  لخوا د افغانستان کنګل شوي پیسې ازادې شي د هیواد اقتصادي مشکلات به ختم شي .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مشر د هیواد اوسنی حکومت ټولشموله وباله او پخوانی حکومت یې د امریکا ګوډاګی وباله .

ملا محمد حسن اخوند په دې خبرې سره چې د افغانستان نیواک پاې ته ورسید او اسلامي نظام او امنیت ټینګ شو وویل په هیواد کښې مشکلات شته او ځینې اوسني مشکلات له تیر حکومت څخه پاتې دي .

د افغانستان د طالبانو د  موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند وویل د  هیواد خلک څلویښت(۴۰) کاله له جنګ او زیاتو مشکلاتو سره مخ وو او دغه پړاو پاې ته ورسید او دا د خلکو لپاره یو(۱) ستر امتحان و او همدا اوس د والیانو ، د ولسوالانو او د قومندانانو په شمول ټول ځايي چارواکي باید د خلکو خدمت وکړي او نااهل او غیر مسول کسان باید بې وسلې شي .

ملا محمد حسن اخوند دغه راز ټینګار وکړ په بیلابیلو  برخو او څانګو کښې د ټولو لپاره د زده کړې زمینه برابریږي او د افغانستان د ټولو خلکو په تیره بیا د ښځو حقونه به ساتل کیږي او د اسلام په چوکاټ کښې به د انجلیو او د ښځو د زدکړې زمینه برابره شي .

د افغانستان د موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند د هیواد د پخواني حکومت د امنیتي او د پوځي ځواکونو په هکله هم وویل له دغو ځواکونو څخه غچ نه دی اخیستل شوی او که چیرې هغوې د امنیت پرضد کوم فعالیتونه ولري نو جدي چلند به ورسره وشي .

هغه وویل په نړۍ کښې په هر هیواد کښې چې کوم ګوند بریالی شي نو خپل غړي انتخابوي .

ملا محمد حسن اخوند دغه راز ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو موقته حکومت د دوې په چارو کښې لاسوهنه نه کوي .

 

ټیګونه