Nov 29, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • مخالفین دي هیواد ته راستانه شي خو د څوکۍ تمه دې نه کوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چي د افغان حکومت مخکني چارواکي کولایشي بیرته خپل هیواد ته راستانه شي خو د وزارت تمه دې نه کوي.

  شیرمحمد عباس ستانکزی وایي چې دوی د اوسني حکومت ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او غوښتنه ترې کوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ټول افغانان حق لري په خپل ټاټوبي کې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.

ستانکزی څرګنده کړې، د طالبانو حکومت له ټولو هغو پخوانیو چارواکو چې دوی یې په خپل وطن کې له اوسېدو منع کړي وو، بېرته وطن ته د راتلو غوښتنه کوي څو له دوی سره په ګډه دا جګړه ځپلی هېواد اباد کړي.

 

ټیګونه