Nov 29, 2021 15:27 Asia/Kabul

زمونږخبریال وايي نن د افغانستان په غزني ولایت کې د ویسټا موسسې له لورې د (UNHCR) یا د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو دعالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ له (۵۰۰) بې وزلو او اړمنو کورنیو سره غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په غزني کې د  ویسټا موسسې مسول مطیع الله کمالپوري وایی چې دا د مرستې لړۍ د غزني  ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست په همغږۍ ترسره شوې چې هرې کورنۍ ته له څه باندې (۲۰۰) ډالر نیولې تر (۴۰۰) پورې د غیر خوارکي توکو مرسته هم ور ویشل کیږي.

داپه داسې حال کې ده چې یادې موسسې تر دې وړاندې هم له (۵۰۰) اړمنو کورنیو سره د نقدي پیسو مرسته ترسره کړې وه.

 

ټیګونه