Nov 30, 2021 07:33 Asia/Kabul
  • قاضی عبدالواحد صاحب زاده
    قاضی عبدالواحد صاحب زاده

ناڅرګندو وسله والو په ننګرهار او کونړ ولایتونوکې د بریښنا یو کارکوونکی او یو قاضي په ډزو وژلي دي

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې عینی شاهدانو ویلي دي: څو تنو وسله والو چې په یو موټر کې سپاره و د ننګرهار د بریښنا ریاست د پلټنې د برخې یو کارکونکی ګل زمان د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د بریښنا ریاست ودانۍ مخې ته په ډزو وواژه او له سیمې وتښتیدل.

ګل زمان

عینی شاهدانو دغه راز ویلي چې تیر ماښام دننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند مارکو په سیمه کې پر یو ډاډسن موټر دسرک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې څلور تنه ژوبل شوي دي . شاهدانو دپیښې د قربانیانو دهویت په اړه څه نه دي ویلي خو دیو ټپي روغتیایی حالت یې نازک بللی دی.

د دواړو پیښو مسولیت تر اوسه چا پر غاړه ندی اخیستې او  دننګرهار ولایتی ادارې هم په دې اړه څه نه دي ویلي .

بل پلو عینی شاهدانو ویلي چې ناڅرګندو وسله والو د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یو قاضي په ډزو وژلی دی . دشاهدانو پر وینا د افغانستان په تیر نظام کې د خاص کونړ ولسوالۍ په محکمه کې قاضي عبدالواحد صاحب زاده یوه ډله وسله والو هغه مهال په ډزو وواژه چې په جومات کې د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان و.

د دې پیښې مسولیت هم چا پر غاړه ندی اخیستې. دکونړ ولایتي ادارې هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

ټیګونه