Nov 30, 2021 07:50 Asia/Kabul
  • کرونا او د روغتیا د برخې د کارکونکو معیشتي حالاتو افغانستان کښې اندیښنې رامینځته کړې دي

د افغانستان د تیر حکومت د روغتیا د وزیر جګ پوړي صلاحکا د کرونا وایرس د نوي ډول خپریدل او د روغتیا د برخې کارکونکو ته د معاشونو نه ورکول، د دغې وزارتخانې لپاره دوه سترې ننګونې وبللې.

د افغانستان د تیر حکومت د روغتیا د وزیر جګ پوړي صلاحکا د کرونا وایرس د نوي ډول خپریدل او د روغتیا د برخې کارکونکو ته د معاشونو نه ورکول، د دغې وزارتخانې لپاره دوه سترې ننګونې وبللې.

ډاکټر سید عثمان حمیدي په افغانستان کښې د کرونا د "اومیکرون" Omicron ډول له خپریدو د اندیښنې په ښودلو سره وویل: کومو ډاکټرانو چې د کرونا په دریمه څپه کښې په طبي او درملیزو مرکزونو کښې د ټولو خطرونو په قبلولو سره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړه، تراوسه ورته تنخواګانې نه دي ورکړې شوې.

حمیدي وویل چې د درملو او طبي تجهیزاتو کمي او د کارکونکو معیشتي حالاتو د روغتیا د برخې کارکونکي او ډاکټران اندیښمن کړي دي.

 

ټیګونه