Nov 30, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • هرات کښې د محصلینو شمیر ۲۰ فیصده کم شوی دی

د افغانستان په هرات ولایت کښې د سیاسي بدلونونو او د کرونا له امله د محصلینو په شمیر کښې ۲۰ فیصده کمی راغلی دی

د هرات د یو خصوصي پوهنتون یو مسئولی عبدالناصر حبیبي وايي: د وروستیو دوو بدلونونو له امله چې یو یې د کرونا نړیوال کړکیچ او بل یې د افغانستان سیاسي بدلونونه دي، سبب شول چې د محصلینو په جذبیدو کښې تر ۲۰ فیصدو کموالی راشي.

هغه وویل چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام سره دغه خصوصي پوهنتون هم هڅه کړې چې د محصلینو د فیسونو په برخه کښې تخفیف او دسکاونټ ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د پرائیوټ موسسو اقتصاد د محصلینو په شمیر پورې تړلی وي او دغه پوهنتون هم له سخت اقتصادي دباؤ سره مخامخ دی.

ښاغلي حبیبي ټینګار وکړ چې په هیواد کښې دا ډول مشکلات لامل شوي چې زیاتره محصلین سبق او تحصیل پریږدي او یا په کښې ځنډ راولي.

په هرات کښې د یو بل پرائیوټ پوهنتون مسئول غلام سخي ابراهیم زاده هم ویلي چې په وروستیو دوو سمسټرو کښې ډیرو محصلینو د تحصیل له دوامه لاس اخیستی دی چې وجه یې د کرونا کړکیچ او د افغانستان سیاسي حالات دي.

 

ټیګونه