Nov 30, 2021 16:05 Asia/Kabul
  • په قطر کې د اروپائي  اتحادئې له استازو سره د طالبانو مشورې

طالبانو او اروپائي اتحادئې د قطر په دوحې کې افغانستان ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږد په باب سره مشورې وکړې .

د طالبانو د حکومت خارجه وزارت ، دیوې داعلامیې په خپرولو سره  په قطر کې د طالبانو او اروپائي اتحادئې د پلاوو  ترمینځ د دوو ورځنیوخبرواترو د پاي په تائيدولو سره ، په کابل کې د انسان دوستۍ د مرستو د وړاندې کولو لپاره د یوه دفتر په جوړولو د دواړو لورو  د موافقې خبر ورکړ .

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په دغې اعلامیې کې وئيلی دي،په دغوخبرواترو کې دواړو لورو افغانستان ته د بشردوستۍ د مرستو د لیږدولو،د هغوکسانو د خوندي ویستل چې  له افغانستانه بهر ته د سفر نیّت لري،او همداراز د امنیت او روغتیائی چارو په باب سره مشورې وکړې .

هغه دغه راز ووئیل،د طالبانوپلاوي په دغو خبرواتروکې له اروپائی اتحادئي غوښتي دي،سیاسی مسئلې دې د انسان دوستۍله مرستوجلاکړي.

               له امریکائی پلاوي سره دخبرواترو لپاره په قطر کې د طالبانو د پلاوي شتون یو فرصت شو څو  د طالبانو استازي  له ځينو اروپائي چارواکو سره  ځيني نوره مشورې  هم وکړي .

 په دوحې کې دیره داروپائی اتحادئې  له استازو  او په افغانستان کې د انګلستان د نمایندګۍ د پلاوي له هغه سلایار مارتین لانګډن سره خبرې اترې چې   د طالبانو په ولکې پسې په قطر کې دیره شوی دی ، په دوحې کې د طالب پلاوي   دمشورو او خبرواترو یوه برخه  وه .

د طالبانو حکومت چې دمګړۍ په افغانستان کې د واکوالۍ په لاره کې له سترو چیلنجونو سره  مخامخ شوي دي ،  په دغه هیواد کې له اقتصادي چیلنج څخه دتیریدا لپاره  دانسان دوستۍ د مرستو په جلبولو پسې دي .

سره له دې چې  طالبانو په ۲۰۲۱کال کې  اګست میاشت کې  په افغانستان کې  قدرته له رسیدا مخکې د خپلې اعلان کړائ شوي آئيدیالوجۍ په چوکاټ کې  له لویدیځ سره  ملګرتیا رټله، خو  په اوسنیو شرائطو کې په افغانستان کې له ډول ډول چیلنجونو څخه   د وتلو یوه لاره ، د لویدیځي هیوادونو دمرستو اوملګرتیاؤ جلبول ګڼي  چې  له قدرته   له مخکې او وروسته وخت کې د طالبانو د ګډوډ کړچار یوه برخه نندارې ته وړاندې کولی شي .

له اروپائي اتحادئې د انسان دوستۍ دمرستو غوښتنه او  له سیاسی مسئلو څخه ددغې برخې جلاکول ، ښئ چې طالبان، په افغانستان کې ددغې ډلې  دحکومت دتل پاتیکیدا لپاره  دلویدیځوالو ملاتړ او مرستو غوښتونکی دي او دا مرستې په اوسنیو شرائطو کې ډيرې ضروري دي .

Image Caption

 

 په افغانستان کې د انګلستان د  نمایندګۍ ددفتر له سلایار سره  د طالبانو دحکومت د خارجه وزارت د سرپرست په لیدوکتو کې  د دغه هیواد دتړل شوو شتمنیو دآزادولو مطرح کیدا،د افغانستان د اداره کولو لپاره  د ضروري مالی سرچینو دتامینولو لپاره  له امریکا او اروپا  ددغې ډلې یوه اساسی غوښتنه د ه .

 د طالبانو د حکومت له نظره ،  تر څو چې په لویدیځي هیوادونو کې د افغانستان شتمنۍ  او پیسې آزادې نشي ، ددغې ډلې لپاره به د مالی تامین مشکل حل نشي، او ممکنه ده  د طالبانو حکومت  له ډيرو سترو او پراخو سیاسی او ټولنیزو خپګانونو سره مخامخ شي   .

 له افغانستان سره داقتصادي مرستو لپاره دغوښتې په لړ کې ، دطالبانو حکومت  له اروپائي اتحادئې څخه همداراز غوښتي څو ددغه هیواد دهوائي ډ ګرونو په پراختیا کې دې ورسره مرسته وکړي څو له دې لارې  په افغانستان :ې د مسافرانو او د شیانو تګ راتګ او ټرانزټ پراختیا ومومي . 

په داسې شرائطو کې چې  لویدیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا د سیاسی مسئلو په استناد سره،د افغانستان د شتمنیو په تړلو سره،د طالبانو حکومت په تنګڅې کې راوستی دی ،، دغه ډله هڅه کوي څو لویدیځوال وهڅوي  چې د سیاسی او انسان دوستۍ موضوعګانو په بیلولو سره ،  له افغانستان سره خپلې مرستې په دغه چوکاټ کې تعریف کړي .

  که څه هم د طالبانو حکومت  په افغانستان کې د ټولشموله حکومت  د جوړولو لپاره  د خپلو ژمنو  له نه پوره کولو سره سره ، د نړیوالې ټولنې په وسیله  ددغې  ډلې  د په رسمیّت پيژندنې د سریزود برابرولو مدعي دي ، خو مختلفو هیوادونه په تیره بیا لویدیځوال  حاضر نه دي ، په اوسني وضعیّت کې  طالبان ، په رسمیّت وپيژني .

 

ټیګونه