Dec 02, 2021 05:06 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د لوږې د ناورین په هکله خبرداری ورکړل شوی

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان په هرات ولایت کښې د بې سرحده ډاکټرانو د مدیریت مرکز په دغه هیواد کښې د لوږې د کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ .

دغه مرکز پرون وویل په افغانستان کښې څو کاله جنګونه او نښتې سبب شوي دي چې د هیواد اکثره خلک له ناوړه خواړو سره مخ شي .

په عین حال کښې د فرانسې څلرویشتم (۲۴) ټیلي ويژن چینل د افغانستان ناوړه اقتصادي حالت ته په اشارې سره وویل د ژمي د موسم په رارسیدا سره د هیواد نوزیږي ماشومان لوږې ته تسلیمیږي .

د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف هم اټکل کړی د روان کال په ژمي کښې  به د افغانستان څه د پاسه درې (۳) میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پینځو (۵) کلونو کم دي له ناوړه خواړو وکړیږي او د مرستو د نه رسیدا په بڼه کښې ممکنه ده چې یو (۱) میلیون ماشومان مړه  شي .

د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام اجرايي مدیر ډیویډ بیسلې هم د افغانستان د خلکو  خواشینونکي حالت ته په اشارې سره وویل د افغانستان کابو درویشت (۲۳) میلیونه خلک کافي خواړه نلري او د لوږې په درشل کښې دي او څه د پاسه اته(۸) میلیونه او اوه لکه کسان هم له قحطۍ او نیستۍ سره لاس او  ګریوان دي .

دا په داسې حال کښې ده چې د امریکا په شمول لویدیځو هیوادونو په بیلابیلو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او پیسې کنګل کړي دي او طالبانو ته یې نه ورکوي .

 

ټیګونه