Dec 02, 2021 06:41 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو  د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړه

زمونږخبریال وايي د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې پرون پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.

په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل دي. ‌

دا په دې معنا ده چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.

خو وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی دی.

د اې اېف پي خبري اژانس وایي، کومېټې دا نه دي ویلي چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

که چېرته دا څوکۍ د طالبانو استازي ته ورکړل شوې وای نو دا به د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر لور لومړی او مهم ګام و.

خو داسې ښکاري چې کومېټه کې شامل هېوادونه او د عمومي اسمبلۍ ځینې نور غړي لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه دي.

یاده دې وي چې د روسیې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش ویلي، د رسمیت پېژندلو موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره یوازینۍ آله ده چې پر طالبانو د فشار لپاره یې کارولی شي.

نوموړی وایي، یوازې له همدې لارې طالبان دې ته هڅول کېدای شي چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي او د بشري حقونو، په ځانګړې ته د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

 

ټیګونه