Dec 02, 2021 13:05 Asia/Kabul
  • په کابل ترهګریز برید

د افغانستان په پلازمینې کابل کې یو ځلي بیا چاودنه شوې ده.

د خبري سرچینو له راپور سره سم، نن د کابل ښار د سلیم کاروان په سیمه کې یوه درنه چاودنه شوې ده.

ویل کیږي چي تر چاودنې وروسته د ډزو ږغونه هم اورېدل کیدل خو تر دې دمه د یادي چاودنې په هکله نور جزئیات نه دی خپاره شوي.

په وروستیو میاشتو کې په کابل، ننګرهار، خوست، قندهار او قندوز کې پرلپسې چاودنې شوې چي مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.

 

ټیګونه