Dec 02, 2021 13:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د سفارتخانو د خلاصولو لپاره د نړۍ له هیوادونو څخه د طالبان غوښتنه

په افغانستان کې د طالبانو د موقتې ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي په کابل کې خپلي سفارتخانې له سره پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل توویتر کې ولیکل: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د نړۍ د ۱۶ هیوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی څخه غوښتنه وکړه چي په کابل کې خپلي سفارتخانې له سره پرانیزي او خپل ډیپلماټیک فعالیتونه پیل کړي.

بلخي زیاته کړه: په دغه لیدنه کې د جرمني، کاناډا، فنلاند، نیوزلاند، ایټالیا، جنوبی کوریا، د اروپایي اتحادیې کمیشنر، اسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، اسټرالیا، برتانیې او جاپان استازو حضور لرل.

اوسمهال په افغانستان کې د لسو هیوادونو سفارتخانې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

 

 

ټیګونه