Dec 02, 2021 13:33 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته رالېږي

ټاکل شوې نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ څخه د ملګرو ملتونو دوو مرسته رسوونکو بنسټونو ته ورکړي.

دوو سرچېنو تېره ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نړیوال بانک بورډ تېره ورځ هوکړه وکړه چې دا پېسې به دوو مرسته کوونکو بنسټونو ته ورکوي.

خو دغو سرچینو ویلي، دا پیسې هغه مهال د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق ته ورکول کیږي چې د نړیوال بانک ۳۱ تمویلونکي یې تصویب کړي.

اوسمهال نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې د امانت صندوق مدیریت پر غاړه لري او د پېسو د تصویب په صورت کې به دغه ۲۸۰ میلیون ډالره د ملګرو ملتونو او مرستندویو ادارو ته ورکړل شي.

د کارپوهانو په وېنا د افغانستان کنګل شوي شتمني باید مرستندویو ادارو او موسسو ته ور نه کړل شي.

تر دې مخکې هم لوېدیځو موسسو ته په میلیاردونو ډالره بودیجي ورکول شوي وې چي اکثره یې د بهرنیانو په لوړو تنخاګانو او تسهیلاتو کې لګول شوي وې.

 

 

 

ټیګونه