Dec 02, 2021 17:45 Asia/Kabul
  • له مختلفو هیوادونو څخه افغانستان سره د بېړنیو مرستو لپاره غوښتنه

د روغتیا نړیوالي ادارې د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي د افغانستان خلګو ته د روغتیایي او درملیزو خدماتو په لړ کې بېړنیزي مرستي وکړي.

د روغتیا د نړیوالي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په افغانستان کې د ۲۳۳۱ روغتیایي مراکزو د فعالیت د دوام لپاره د نړیوالو له لوري ۳۸۰ میلیون ډالره مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالي ادارې د چارو د همږغیتوب مسئول ډاکتر جمشید وویل: له نورو مرستندویو ادارو لکه نړیوال بانک او اروپایي اتحادیې سره په ګډه هڅه کوو چي په افغانستان کې د روغتیایي مراکزو تر څنګ د کرونایي ناروغانو د درملنې مراکز هم فعاله وساتو.

دا په داسی حال کې دی چي تر دې مخکې د روغتیا نړیوالي ادارې د افغانستان د روغتیایی سیسټم د ړنګېدو په هکله خبرداری ورکړي وه او ویلي وه چي د روغتیایي چارو اکثره کارکوونکي په تېرو دریو میاشتو کې تنخوا نه ده تر لاسه کړې.

په وروستیو اوونیو کې د مختلفو ادارو له لوري په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د رامینځ ته کېدو د احتمال په هکله خبرداری ورکول شوي او تاکید شوی چي دغه هیواد د نړیوالي ټولنې بېړنیزو مرستو ته ضرورت لري، په دې زمینه کې هر ډول لټي به ناوړي پایلې ولري.

په افغانستان کې د اقتصادي حالاتو، روغتیایي او رونیزو چارو په هکله په وروستیو راپورنو کې راغلې چي دغه هیواد په یادو زمینو کې د خلګو د ضروریتونو د پوره کولو لپاره نړیوالو مرستو ته ضرورت لری، د سیاسي تعامل نشتوالې او یا هم د نړۍ د هیوادونو له لوري د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه د افغانستان د چارو په مدیریت کې طالبانو ته سترې ننګونې رامینځ ته کړي دي.

په دې خاطر دی چي طالب چارواکي له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له لوېدیځو هیوادونو څخه غوښتنه کړې ده چي د سیاسي ملاحظاتو او شروطو په څنګ ته کولو سره، او د بشردوستانه اصولو ته په کتو د افغانستان له خلګو سره بېړنیزي مرستي وکړي.

په افغانستان د میلیونونو خلګو د لوږې او د خوراکی توکو د نه شتون په هکله خپاره شوي راپورونه دغه اندېښنه رامینځ ته کړې ده چي د بشر دوستانه مرستو اصولو ته د نړیوالي ټولنې بې پامي ممکن دی تر ټولو زیات ماشومان او ښځې له لوږې سره مخامخ کړي.

په داسي حال کې چي په افغانستان باندې طالبان واکمن شوي دغه هیواد سره د نړیوالو مرستې کمي او یا هم بیخي درول شوي دي، ګاونډي هیوادونه د انساني دریځ په غوړه کولو سره د څو اړخیزو غونډو په تر سره کولو سره د افغانستان له خلګو سره د مرستي او د دې هیواد د سیاسي او اقتصادي حالاتو د برابرولو په لټه کې دي، په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او تهران په کوربه توب د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له لوري د دوو غونډو تر جوړېدو وروسته ټاکل شوې ده چي په راتلونکې ناسته کې چي په پاکستان کې تر سره کیږي طالب استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شي.

ایران یو له هغو محدودو هیوادونو په شمېر کې راځي چي په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د خوراکي توکو، سونګو او درملو په شمول د بشري مرستو په استولو سره د افغانستان د حالاتو د برابرولو او د خلګو د ستونزو له هوارولو سره مرسته کړې ده.

د ایراني چارواکو له نظره، په افغانستان کې د ټولو پرګنیو او قومیتونو په ګډون سره د ټول شموله حکومت د رامینځ ته کېدو په لړ کې چي د دې هیواد له سیاسي ثبات سره مرسته کوي، له هلو ځلو سره هممهاله باید د افغانستان له ولس د بېړنیو مرستو لپاره اقدام وشي تر څو دغه هیواد کې د انساني ناورین مخه ونیول شي، تر څو د افغان ولس سره د مرستو اصل په دغه هیواد کې له سیاسي حالاتو او د طالبانو د نه رسمیت پېژندنې قرباني نه شي.

 

 

ټیګونه