Dec 03, 2021 14:34 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر د میرمنو د حقوقو په هکله فرمان جاري کړ

ملا هبت الله آخوندزاده نن په یو حکم کښې د اسلامي اصولو مطابق د ښځو د حقوقو په خیال ساتل کیدو باندې ټینګار وکړ

په افغانستان کښې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده په دغه فرمان کښې ټولو حکومتي مسئولانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ته حکم ورکړ چې د شرعي اصولو مطابق د ښځو د حقوقو د غوره تامین لپاره هلې ځلې وکړي.

د طالبانو د مشر د حکم په یوه برخه کښې راغلي دي چې په واده او نکاح کښې د جینکو او کونډو ښځو رضایت ضروري دی او هیڅوک حق نه لري چې په زور یې نکاح ته مجبوره کړي.

هغه دغه راز د ميراث او مهر په اړه هم د ښځو د حقونو د تامين امر کړی او د څو ودونو لرونکي کسان یې د مېرمنو تر منځ عدالت ټینګولو ته بللي.

خو له ټولو تمو او هیلو سره سره، د طالبانو د مشر په حکم کښې د ښځو او نجونو د زده کړې د حق او هم داشان د کار کولو د حق په هکله هیڅ نه دي ویل شوي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو سره سم، له شاوخوا ۴ ميليونه ښځينه وو څخه د زده کړو او کار حقونه اخيستي دي.

دوی له دې کبله په پراخه کچه د افغانانو او نړیوالو تړ نیوکو لاندې دي.

 

ټیګونه