Dec 03, 2021 16:42 Asia/Kabul
  • تهران کښې د افغانستان د سفارت کارکونکي لالهانده دي

په تهران کښې د افغانستان د سفارتخانې د کنسولي برخې کارکونکي له خپلې لالهاندۍ او د تیرو دریو میاشتو د معاشو له نه ترلاسه کیدو سر ټکوي

په تهران کښې د افغانستان د سفارت د کنسولي او د پاسپورټونو د صادرولو د برخې کارکونکو آوا خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل چې د افغانستان له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته یې دنده نه ده معلومه او درې میاشتې وشوې چې معاشونه یې هم نه دي اخیستې.

دغه کسان وايي چې د تیر حکومت په پړاؤ کښې د زرګونو ګډونوالو ترمینځ د یوې آزادې او سالمې سیالۍ په نتیجه کښې د افغانستان د تیر خارجه وزارت له خوا استخدام شوي وو او له ۱۳۹۶ کال راهیسې به یې قرارداد هر کال نوې کیده خو په هیواد باندې یې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په تهران کښې د دغه هیواد په سفارتخانې کښې د الیکټرانک پاسپورټ د صادریدو بهیر اودریدلی دی.

هغوي دې ټکي ته په اشارې سره چې د سفارت نور کارکونکي خپل معاشونه ترلاسه کوي، وايي: هیله ده چې زمونږ تنخواګانې هم راکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو په هیواد کښې دننه د پاسپورټ جوړول پيل کړي دي خو دغه بهیر له هیواده بهر د افغانستان په نمایندګیو کښې خپل عادي حالت ته نه دی ستون شوی.

 

ټیګونه