Dec 04, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې درې انسان تښتوونکو ته مرګ ژوبله اوښته

په ننګرهار کښې د طالب ځواکونو د عملیاتو په مهال درې انسان تښتوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط افغان رسنيو ته وویل، چې تیره شپه د طالبانو د موقته حکومت د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند«کابل هډې» ته څیرمه د اختطاف کوونکو او غلو پر یو ډله چې په یو کور ځای پر ځای شوي وو، شپني عملیات ترسره کړي، چې په مهال یې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي او یو بل په زخمي حالت کښې ژوندی نیول شوے دے.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو عملیاتو په مهال یو طالب سرتیرے هم د مقابل لوري د مقاومت په وجه وژل شوے دے.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یادې ډلې به غلاوې کولې او هم د اختطاف په زیاتو قضیو کښې ښکیل وو.

د سرچینې په خبره د ترسره شویو عملیاتو په مهال یې ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د طالب ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالبانو د موقته حکومت چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راړونو خبر ورکوي چې په دې وروستیو وختونو کښې جلال اباد ښار کښې هدفي وژنې او غلاوې زیاتې شوې دي.

 

ټیګونه