Dec 05, 2021 06:04 Asia/Kabul
  • صیا الحق حقمل
    صیا الحق حقمل

د افغانستان د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر د دغه هیواد په کاري ټولنو کښې د میرمنو شتون د هغوي شرعي، قانوني او انساني حق وباله

د افغانستان د ملي راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر ضیاء الحق حقمل د ایران د رسنیو له ځینو خاوندانو سره په کتنه کښې وویل: په کاري ټولنو کښې د میرمنو د شتون لپاره د مناسبو حالاتو د برابرولو په لټه کښې یو.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې د ډیرو ښځو تخصص او مهارت ته جدي اړتیا ده او د هغوي د شتون پرته ډله ایز فعالیت خرابیږي.

هغه څرګنده کړه: زما شخصي نظر دا دی چې ښځې د کار کولو حق لري ځکه چې هغوي کلونه کلونه زحمت کړی او زده کړې یې کړې دي.

حقمل پر دې سربیره په افغانستان کښې د طالبانو لخوا د قدرت له ترلاسه کولو وروسته د رسندوي فعالیتونو په هکله څرګنده کړه: مونږ له پریمانه اقتصادي ستونزو سره سره هڅه وکړه چې مختلفې خبري برخې په وخت خپرې شي او د مختلفو پروګرامونو په وړاندې تیر روال او معمول دوام وکړي.

د افغانستان د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر د رسنیو په برخه کښې له ایران سره د ملګرتیا په هکله هم وویل: ایران د افغانستان د ګاونډي او د ګډې ژبې او کلتور د لرونکي هیواد په توګه د رسنۍ په برخه کښې ارزښتناکې تجربې لري او هیله من یو چې له دغه هیواد سره په بیلابیلو برخو کښې ملګرتیا پراخه شي.

 

ټیګونه