Dec 06, 2021 07:32 Asia/Kabul
  • په تهران کې د افغانستان او د ایران د رسامیو ګډ نندارتون پرانیستل شو

په دغه نندارتون کې چي د تهران په ښار کې پرانیستل شوی د ایراني او افغان هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندي کیږي.

په ایران کې د افغان مهاجرو د هنرمندانو او فرهنګي فعالانو د ټولنې غړی نثار احمد تاجیک د دې نندارتون په هکله وویل: دغه نندارتون د حضرت زینب س د زوکړې د کلیزې په مناسبت سره له ځوانو هنرمندانو په تېره بیا میرمنو څخه د ملاتړ او د دوو ولسونو د فرهنګي او هنري اړیکو د ښودلو او د افغانستان له هنري ټولنې سره د ایران د ولس د خواخوږی د ښودلو په هدف سره په تهران کې پرانیستل شوی دی.

هغه زیاته کړه: په دغه نندارتون کې د افغان او ایراني هنرمندانو ۷۰ اثرونه نندارې ته وړاندي شوي دي، یاد نندارتون به د یوې اوونۍ لپاره د کتوونکو په مخ خلاص وي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه