Dec 06, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • په سیاسي جوړښت کې د ګډون لپاره د افغانستان د اهل تشیعو هلي ځلې

د افغانستان د اهل تشیع د عالمانو پلاوی د طالبانو د موقتي ادارې له مرستیال سره په لیدنه کې د دې هیواد په سیاسي جوړښت کې د اهل تشیع په ګډون تاکېد وکړ.

د افغانستان د اهل تشیع د عالمانو پلاوی د محمد اکبري په مشری له مولوی عبدالسلام حنفي سره د دغه هیواد د امنیتي او ټولنیزو چارو په هکله خبري اتري وکړې.

اکبري په دې لیدنه کې وویل: موږ خوښ یو چي له زیاتو کړاوونو او له کلونو وروسته هیواد مو خپلواکی تر لاسه کړې او د یو اسلامي نظام څښتن یو.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د اهل تشیع عالمان د طالبانو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي چي په ټولنه کې ثبات او د باور فضا رامینځ ته کړي.

د اهل تشیع د عالمانو د پلاوی یو بل غړی عالمي بلخي وویل: زموږ هیواد نور جنګ او تاوتریخوالې نه شي زغملای، باید له یو بل سره تعامل وکړو، غواړو د طالبانو له اسلامي حکومت سره د اهل تشیع اړیکې مضبوطي شي او اهل تشیع په اسلامي نظام کې رول ولوبوي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د موقتي ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د اهل تشیع پلاوی ته ډاډ ورکړ چي د اسلامي نظام په راتګ سره امنیت تامین شوی او د فساد زمینه له مینځه تللې ده.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارات د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر یو کس په اسلامي قانون کې له برابرو حقوقو څخه برخمن دي او د زور او زیاتی پړاو پای ته رسېدلی دی.

حنفي وویل: په حکومتولی او د بشردوستانه مرستو په ویشلو کې ټول ولایتونه له تبعیض پرته په نظر کې نیول کیږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه