Dec 06, 2021 07:41 Asia/Kabul
  •  د افغانستان د اوسني بحران مسئولیت امریکې ته ورګرځي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو اړیکو د استراتیجیکي شورا منشي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازی سره په لیدنه کې امریکا په افغانستان کې د روان بشري بحران مسئوله وباله.

هغه د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مټ کنودسن سره په لیدنه کې د افغانستان د رواني ننګونې، امنیتي اندېښنې، داعش او د دې هیواد د مسالو د حل په موخه د سیمه ایزو د همکاریو د ضرورت په هکله خبري اتري وکړې.

سید عباس عراقچي وویل:  امریکا چې هر ځای ته تللې پرته له ستونزو او خنډونو هیڅ هم په میراث نه دي پرېښي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاستونو زېږنده دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې د ایران له وروستیو بشردوستانه هڅو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ایران له کلونو راهیسي له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کړی دی

هغه دغه راز د افغانستان د وضعیت د رغوونې په برخه کې د سیمې رول مهم یاد کړی دی او ټنیګار یې کړی دی چې نړیوال دې هم له افغانانو سره د مرستې لپاره باید اړین ګامونه واخلي.

 

ټیګونه