Dec 06, 2021 12:53 Asia/Kabul
  • درې نيم ميلين افغان ماشومان له لوږې او ناوړه خوړو سره مخامخ دي

فقر، لوږه، بيماري او ناوړه خوراک ترټولو هغه مهم مشکلات دي چې افغانستان کښې په راتلونکي ژمي کښې له پينځو کلونو کم ماشومان ژوند ګواښي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق يونيسېف اعلان وکړ، په افغانستان کښې درې نيم ميلين ماشومان له لوږې او ناوړه خوراک سره مخامخ دي او په دغه هېواد کښې مخ په زياتېدو مشکلاتو په وجه  که د روغتيا او علاج معالجې په برخه کښې فوري اقدامات ونه شي نو راتلونکو نزدي وختونو کښې به يو ميلين ماشومان د مرګ کومي ته ورشي.

له دې مخکې هم ملګرو ملتو ويلي وو چې په افغانستان درويشت ميلين خلق له لوږې او فقر سره مخامخ دي.

د افغانستان د خلقو د فقر او لوږې د مشکلاتو په باره کښې د بشر دوستانه او نړيوالو ادارو خبردارے په داسې حال کښې دے د امريکې په شان لويديځو هېوادونو په افغانستان کښې د طالبانو لخوا د اقتدار واګې په لاسو کښې له نيولوورسته د دغه هېواد سرمائې او پانګونې په چټي او مختلفو بهانو تړلې او بندې کړې دي.

 

ټیګونه