Dec 08, 2021 05:07 Asia/Kabul
  • امریکا په شل کلن نیواک سره د افغانستان هیڅ خدمت ونکړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور حشمت غني وویل امریکا په شل (۲۰) کاله نیواک سره د افغانستان هیڅ خدمت ونکړ .

هغه په افغانستان کښې د امریکا په شل (۲۰) کلن نیواک باندې نیوکې سره وویل واشنګټن په دې موده کښې نه یوازې د افغانستان خدمت ونکړ بلکې دغه نیواکګرۍ د هیواد د خلکو لپاره ډيرې مرګ ژوبلې او تاوانونه واړول .

حشمت  غني وویل په قطر کښې  له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت  له خبرو وروسته په ښه ډول معلومه وه چې طالبان به زر یا په ځنډ سره واک ته ورسیږي او دا د افغانستان د  ټولنې لپاره چې شل (۲۰) کاله یې بل ډول ژوند لرلی و ډیره سخته وه .

هغه د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په هکله هم وویل دغه ډالر د افغانستان د خلکو دي او زیاته یې کړه د کنګل شویو ډالرو په ازادیدا سره ممکنه ده چې د طالبانو حکومت په موقته توګه او د لنډ وخت لپار مشکلات حل کړي خو په اوږده موده کښې به هماغه راز له مشکل سره مخ وي .

 

ټیګونه