Dec 08, 2021 05:56 Asia/Kabul
  • د هیګ نړیواله محکمه د امریکا د عسکرو په جنایتونو سترګې پټوي

تسنیم خبري اژانس وايي د هیګ د نړیوالې محکمې لوی څارنوال د امریکا په جنګي جنایتونو باندې د غور د نه کولو په هکله د خپلې فیصلې په دفاع کښې وویل چې په افغانستان کښې د واشنګټن پوځیانو تر ټولو بد جنایتونه نه دي کړي .

د هیګ د نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان د دغه محکمې د غړیو هیوادونو په غونډه کښې په افغانستان کښې د امریکا په جنګي جنایتونو باندې د غور د نه کولو په توجیه کولو سره وویل ما دغه فیصله د هغو شواهدو پراساس کړي ده چې د امریکا د پوځیانو لخوا  د پراخوالي ، مقیاس او د خرابوالي له نظره تر ټولو بد جنایتونه نه دی شوي .

کریم خان څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کښې د بشري او د جنګي جنایتونو په هکله په تحقیقاتو کښې د طالبانو او د داعش ډلو کړچارونو ته پام کوي .

دا په داسې حال کښې دي  چې د بشري حقوقو ډول په دې خبره چې په دغو تحقیقاتو کښې د امریکا د پوځیانو په جنایتونو باندې غور ته لومړیتوب نه دی ورکړل شوی په ځلونو نیوکې کړي دي .

 

ټیګونه