Dec 08, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • د طالبانو له مرستیال مشر سره د ملګرو ملتو د ځانګړې استازې کتنه

افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال مشر د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کښې، د دغه هیواد ټول خلک د قانون په وړاندې یوشان او برابر وبلل

افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال مشر د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په کتنه کښې، د دغه هیواد ټول خلک د قانون په وړاندې یوشان او برابر وبلل

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې عبدالسلام حنفي پرون په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي ډبورا لاینز په کتنه کښې وویل: د طالبانود حکومت سیاست د هیواد د ټولو خلکو روزنه ده.

د طالبانو د حکومت د مشر مرستیال زیاته کړه: په ټول افغانستان کښې امنیت تامین شوی دی او طالبان له دې هیواد سره د مرسته کونکو ارګانونو د امنیت په تامینولو ژمن دي.

عبدالسلام حنفي هم داشان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د نیمګړو پروژو په بشپړولو کښې مرسته وکړي چې د کار کسب د فرصتونو په رامینځته کیدو سربیره، له افغانستانه د استعداد لرونکو ځوانانو د تیښتې مخنیوی وشي.

په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو د مشر ځانګړي استازي هم وویل چې له امریکايي چارواکو او له نړیوال بانک سره یې د افغانستان د توقیف شویو شتمنیو د آزادولو په هکله خبرې اترې کړې دي.

 

 

 

 

ټیګونه