Dec 28, 2021 14:14 Asia/Kabul

داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو مشرانو د بخښنې عمومی اعلان کړی ، خو بیا هم د تیر حکومت  مسئولان نیول  او شکنجه کیږي ، چې داد  طالب وګړو د خپلو مشرانو د فرمان خلاف ورزي او د خلکو ځورول  او کړول  ممکنه ده د دوي د نسکوریدا او ورڅخه د کرکې سبب شي .

 

زمونږخبریال د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په سلګونو ټولنیزو فعالانو او مدنی خلکو دهغه څه په نسبت چې د طالبانو ډلې د عمومی بخښنې د فرمان په باب د دغې ډ لې دجګړه مارو دبې پامۍ او دپخوانیو قوماندانانو او خلکو  دخپل سرو نیونو او شکنجې باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه .

 په راپور کې وئيل شوي دي په وروستیو شپو ورځو کې د  دافغانستان د کابل ښار د په پنځلسمې سیمې کې  د طالبانو په وسیله د دغه هیواد د پوځ دیوه پخواني  افسر رحمت ا... قادری  دنیونې او شکنجې  او دهغه د وهلو ټکولو په باب  د ویډیوئي کلیپ خپریدا  د خلکو د پراخو اعتراضونو او مظاهرو سبب شوې ده .

 د افغانستان په پنجشیر کې  هم په  عنابه ولسوالۍ کې د یوه ځوان کس په وژل کیدا باندې  اعتراضونه په دوهمه ورځ هم روان دي . په هغې ویډیو کې  نن په سوشل میډیا کې خپره شوي ،مظاهره کونکی یوه ښځه وائي ،  په پنجشیر ولایت کې د  طالبانو په شتون سره  ظلم لازیات شوی دی . ځوانان نیول کیږي او  عام خلک هم چارماري کیږي .دغه  راز په مظاهرې کې ګډون کوني میرمنې  د طالبانو او  وروستیو  جنایتونو په ضد سخت شعارونه ورکوي .

همداراز د افغانستان رسندویو راپور ورکړی ، طالبانو  د آریانا ټيلیویژني چینل یو خبریال  شاهپور فرهمند او د  ؛نورین ؛ خصوصي ټيلیویژني چینل  اجرائي مشر محمد عراف نوری  هم نیولي دي .البته څو ساعتو وروسته طالبانو فرهمند خوشی کړی دی ،خو د نوري  برخلیک تر دې دمه کوم خبر نشته .

داپه داسې حال کې دي چې  د طالبانو مشرانو د بخښنې عمومی اعلان کړی ، خو بیا هم د تیر حکومت  مسئولان نیول  او شکنجه کیږي ، چې داد  طالب وګړو د خپلو مشرانو د فرمان خلاف ورزي او د خلکو ځورول  او کړول  ممکنه ده د دوي د نسکوریدا او ورڅخه د کرکې سبب شي .

 

ټیګونه