Jan 12, 2022 15:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان موقته حکومت د الوتکو او چورلکو د بیرته ورستنولو غوښتنه کړي ده نور حال په راپور کښې لرو

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د موقته حکومت سرپرست دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه په کلکه غوښتي چې د افغانستان طیارې او چورلکې دې بیرته ور وسپاري کنه ورته عمل به ورسره وشي

د افغانستان د موقته حکومت سرپرست دفاع وزیر ملا محمد يعقوب مجاهد له ګاونډيو هېوادونو څخه په کلکه غوښتي چې د افغانستان طیارې او چورلکې دې بیرته دې هیواد ته ور وسپاري کنه له ورته عمل سره به مخ شي.

 په ټولنیزو شبکو کې ډیری افغانانو دافغانستان د سرپرست ملي دفاع وزیر دغه څرګندونې ستایلي او د ډیرو کسانو لورې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوې.

په غزني کې محمد عارف روان یو تن له هغه کسانو څخه دی چې د افغانستان د ملي دفاع وزیرله یادو څرګندونو څخه ملاتړ کوي او وایي چې هغه هیوادونه چې افغانستان د ملت شتمني یې وړې بیرته دې افغانستان ته انتقال کړي.

 

ټیګونه