Jan 16, 2022 12:52 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د پاکستان د وزیراعظم څرګندونو ته غبرګون وښوده

د افغانستان پخواني ولسمشر دغه هیواد ته د پاکستاني ماهرانو د لیږلو لپاره د عمران خان د هلوځلو په غبرګون کښې وویل: زمونږ هیواد د بهرنیو ماهرانو راتګ ته هیڅ اړتیا نه لري

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې حامد کرزي پرون د افغانستان د چارو د پرمخ بیولو لپاره دغه هیواد ته د ماهرو او متخصصو کسانو د لیږلو لپاره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د وړاندیز په غبرګون کښې وویل: افغانستان تجربه کاره ماهران او هم داشان لکونه تحصیل کړي ځوانان لري چې په مختلفو برخو کښې یې په هیواد کښې دننه او بهر لوړې زده کړې پوره کړې ددي او له هیڅ کوم بهرني هیواد څخه د کاري ځواک راتګ ته هیڅ اړتیا نه احساس کیږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو او استخدامولو پر اسانولو سربیره، له بهر څخه هم د افغان ماهرانو د راستنیدو زمینه برابره شي.

د ویلو ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خپلې کابینې له غړو سره په غونډه کښې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کښې د انساني ځواک کموالي ته په پام سره، په طبي، انفارمیشن ټیکنالوجۍ، اکاونټنګ او مالي چارو په شمول مختلفو برخو کښې ماهر او روزل شوي کسان افغانستان ته ولیږل شي.

 

ټیګونه