Jan 17, 2022 08:09 Asia/Kabul
  • دوه افغان ماشومان د هاوان د مرمۍ د چاودیدو له امله وژل شوي دي

د افغانستان په بغلان ولایت کښې د هاوان د ناچاودې مرمۍ په چاودنه کښې دوو افغان ماشومانو سرونه بایلل

د افغانستان د بغلان ولایت مسئولانو پرون وویل چې دغه ناچاودې مرمۍ د دې ولایت د مرکز پلخمري ښار په اطرافو کښې وچاودله چې له امله یې دوه ماشومان مړه او دوه نور زخمي شوي دي.

تیره اونۍ هم په ختیځ ولایت ننګرهار کښې اته افغان ماشومان د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله مړه شوي او څلور نور زخمي شوي وو.

له دغو چاودنو او د ماشومانو له وژل کیدو وروسته یونیسف له نړیوالې ټولنې وغوښتل په افغانستان کښې له جنګه د پاتې ناچاودو موادو او وسلو د پاکولو لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.

له دې مخکښې ملګرو ملتو په یو رپورټ کښې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې له ۴ سوه ۶۰ زیات ماشومان په افغانستان کښې د ناامنۍ په تیره بیا له جنګه د پاتې ناچاودو موادو له امله وژل شوي دي.

 

ټیګونه