Jan 17, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلکو د ایران د مرستو قدرونه وکړه

د افغانستان خلکو له دوي سره د ایران د اسلامي جمهوریت د انساني مرستو قدرونه او مننه کړې ده

د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو چې د ایران له خوا ورسره مرستې شوې وې، زمونږ خبریال ته په مرکو کښې له دغو مرستو په قدرونې سره وویل: د کابل بې وزله خلک د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ایران د حکومت مرستې نه هیروي.

د ویلو ده چې د افغانستان له خلکو سره د افغانستان د انساني مرستو په دوام کښې، د کابل اړمنو کورنیو ته د سون د موادو ورکړه له څو ورځې مخکښې نه پيل شوې او دوام لري.

له دې مخکښې د ایران له خوا د اوړو، وریجو او چینۍ په شمول د خوراکي موادو او هم داشان د درملیزو مرستو په چوکاټ کښې د ایران د مرستو مختلفې جوپې د افغانستان په اړمنو خلکو باندې ویشل شوې دي.

په افغانستان کښې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي ویلي چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د احکامو له مخې به د افغانستان له خلکو سره د ایران مرستې په تیره بیا د ژمي په روان موسم کښې دوام ولري.

د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

 

ټیګونه